د تسليت او ډاډګيرني پيغام!

      No Comments on د تسليت او ډاډګيرني پيغام!

                                             ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ لمريز کال 

په ډيري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د لومړي کال (0034) ټولګی ممتاز، ځيرک او په اخلاقي زیور سمبال محصل شهید شمس الهدا د اختر رخصتي په مناسبت خپل کنړ ولايت ته د سفر پر مهال د يوې نيمه خوا ترافيکي پيښې له امله خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ او په شهادت باندي رسيدلی؛ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او کارکوونکي د شهید شمس الهدا د کورنۍ، دوستانو او ټولګیوالو سره په ياد درانه غم کي ځان شريک ګڼي او د شهيد کورنۍ ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندي کوي. شهيد ته د الله تعالی د لوی دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته د جميل صبر غوښتونکي دي.
انا اليه و انا اليه راجعون

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه