د مالي او تدارکاتي چارو د کمیټې پیژندګلوي

:سریزه
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه یوه خصوصي تحصیلي مؤسسه ده چي د ۱۳۹۰ ل کال راهیسي په لښکرګاه ښار کښي د لوړو زده کړو د محترم وزارت د فعالیت د جواز پر بنسټ خپل قانوني فعالیت د څلورو پوهنځیو په درلودلو سره پر مخ وړي. د نوموړي مؤسسې مالي او تدارکاتي چارو له اوله سره په مکمل ډول د یوې خاصي او معلومي پالیسۍ پر بنسټ برابري نه وې. اما حساب ورکونکې وه. حسابونه ئې هم د عایداتو او هم د مصارفاتو له اړخه شفافه او د حساب وړ وه او ده
د ښه مرغه یاده مؤسسه فی الحال خپلي مالي او تدارکاتي چاري د خاصي پالیسۍ په اساس پر مخ وړي. اوس د فیس اخیستلو او اجناسو او محاسبې خاصي پالیسۍ لري چي مالي چارو ته ئې مستقیم مسیر ورکړی دئ

:شالید
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او تدارکاتي چاري پخوا د اداري او مالي مرستیالۍ تر رهبرۍ لاندي د مالي مدیریت، تحویل دار او یوې خاصي کمېټې لخوا پر مخ وړل کېدې. یادي چاري وخت پر وخت د بهرني تفتیش لخوا څارل سوي او کتل سوي دي او د هغوی باور ئې حاصل کړی دئ
اوس فی الحال د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې مالي چاري [د مالي او تدارکاتي چارو د کمېټې، مالي او اداري مرستیالۍ] د همغږۍ او پالیسۍ د تطبیق په اساس په منظم ډول پر مخ وړل کیږي

:د مالي او تدارکاتي چارو کمیټه
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په سطحه عمومي یوولس کمېټې فعالیت کوي. چي د هغو په څخه یوه هم د مالي او تدارکاتي چارو کمېټه ده. ددې کمېټې چاري د مؤسسې د دایمي غړو لخوا پر مخ وړل کیږي
دا چي نوموړې کیمټه د استادانو له مینځ څخه تشکیل سوې ده او دا هم یو اړتیا ده چي استادان باید خپلي لوړي زده کړي هم تکمیل کړي ځکه نو لوړو زده کړو ته د تګ په صورت کي کله نا کله د غړو د تبدیل اړتیا لیدل کیږي

ددې کميټې چاري لکه مخکي چي هم وویل سول په پخوا کي پیکه ول، کارکردګي ئې سیسټماټیکه او منظمه نه وه. د ښه مرغه اوس ددې کمېټې چاري د غړو په مرسته په ښه شکل پر مخ ځي. د منظمي میاشتنۍ ناستي لري او پریکړي ئې د ټولو پوهنځیو او آمریتونو سره په کتبي شکل په ربعوار ډول شریکیږي
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او تدارکاتي چارو کمیټه یو واضح او روښانه ماموریت او لیرلید لري چه د هغو په رڼا کي خپلي ټولي چاري تنظیموي

:لرلید
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او تدارکاتي چارو مسؤلین غواړي چي د یادي مؤسسې ټولي مالي چاري د یوي معلومي پالیسۍ په اساس ترتیب او منظمي کړي
: رسالت
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ دا کمېټه د مالي چارو د شفافیت او روڼتیا له اړخه هر چا ته جوابګوی ده
: هدف
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په اداري او مالي چارو کښي د کیفیت د تضمین او لوړاوي ۹۵٪ معیارونه رعایتول
: ارزښتونه
د اسلامي اُصولو رعایتول
شفافیت
حساب ورکونه
جنډر
ټولو عقایدو ته احترام درلودل
افغاني فرهنګ او ګډ تصمیم نیولو
ځانګړي ستراتیژیک اهداف
د مؤسسې د بشري منابعو د ظرفيت لوړولو له پاره لنډ مهاله، منځمهاله ټریننګونه دایرول او دوامداره تقویتي نظارت ځني کول
د لوړو زده کړو وزارت د ټولو لوايحو، مقرراتو او کړنلارو پلي کول
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د پياوړتيا او پرمختګ له پاره د تدريس د کيفيت لوړول
د هر ډول تعصب څخه مخنيوی
په ټولو چارو کي روڼتيا او شفافيت
د کیفیت د تضمین او لوړاوي د ټولو معیارونو بشپړول

د مالي او تدراوکاتي چارو د: کمیټې د وظایفو لایحه
: د کمیټې د رئیس وظیفې
د کمیټې د ټولو غونډو ریاست کول
په ټولو مالي او تدارکاتي چارو کي برخه اخیستل
د مؤسسې ټول پرسونل د مالي پالیسۍ تطبیق له پاره تشویقول
د کمیټې د تصمیمونو د تطبیق څخه نظارت کول
د مالي او تدارکاتي چارو د کمیټې نمایندګي کول
د نورو اورګانو او بیاکتونکو سره همکاري

:د مالي او تدارکاتي چارو د کمیټې وظیفې
د تحصیلي بنسټ، پوهنځي او فارغه ورکوونکي څانګي د مالي او تدارکاتي چارو څخه نظارت کول
د تحصیلي بنسټ د ځان ارزوني د راپور په تهیه کولو کي له مالي اړخه مرسته کول
د بیا کتني په جریان کي د بیا کتونکي ټیم سره همکاري کول
د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان سره په مکمله توګه آشنایي، همدارنګه د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک پلان او مالي چارو د ټولو اسنادو په شمول د مالي او تدارکاتي چارو د لایحې او د ځان ارزوني د معیارونو سره آشنایي
د تحصیلي بنسټ و رئیس او علمي مرستیال ته د پوهنځیو د مالي او تدارکاتي چارو د ښه والي او همدارنګه د عمومي خدماتو؛ لکه: لابراتوارونه، د کمپیوټر مرکزونه، کتابتونونه او د محصلانو د خدماتو عرضه او نورو علمي تحقیقاتو په اړوند صلاح او مشوره ورکول
د تحصیلي بنسټ د اداري او مالي چارو د بیاکتلو او د پوهنځی د ځان ارزونی په اساس د کمیټې له پاره د مناسبو اسنادو تهیه کول
ټولو خپرنیزو چارو څخه نظارت او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د هر سمستر په پای کي د علمي شورا د تائید څخه وروسته استول
د ضروري موادو، تجهیزاتو، لابراتواري سامان آلاتو نظارت او څېړنه او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د علمی شورا د تائید وروسته استول
د پوهنتونونو د مالي استقلالیت د مقررۍ د موادو مطابق د علمي خدماتو، تحقیق او نشراتو د عرضې څخه نظارت

د مالي او تدارکاتي چارو د کمیټي تشکیلاتي جوړښت
ددې کمېټې پېژندنه، مسؤلیتونه، اهمیت او کاري تګلاره مخکي له تاسي سره شریکه سوه. اوس به ئې تشکلاتي جوړښت هم درته پرېږدو

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او تدارکاتي چارو د کمېټې مکمله پېژندګلوي ( سریزه، شالید، د کیفیت کمېټه، لیرلید، رسالت، اهداف، ارزښتونه، کاري لایحې او تشکیلاتي چارټ) په [۸] مخونو کښي د مؤسسې د علمي شورا د (   / ۱ / ۱۳۹۸) نېټې په (   ) ګڼه پروتوکول ناسته کښي د اعضاوو د اکثریت رایو پخپلولو سره تائید او د اعتبار وړ وګرځېدئ