معلول او معیوب وګړو د حقونو اړوند سمينار وړاندي سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۱/۱۳ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو او کارکوونکو ته د معلول او معيوب اړوند د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو!

دا سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا آمريت په همکاري چمتو سوی و، چي ګډون کوونکو ته د معيوب او معلول پيژندنه، اسلام له نظره د معيوب او معلول حقوق، ټولنه کي د معيوب او معلول پالنه کول، معلوليت الهي امتحان همدارنګه معلول ته مينه ورکولو اړوند مالومات د ښاغلي استاد عصمت الله مبارز له لوري وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري له لوري خپلو محصلينو او کارکوونکو ته د ظرفيت لوړوني په موخه وخت پر وخت مالوماتي سمينارونه دايروي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه