طب پوهنځی

د طب پوهنځۍ د هېواد او سیمې د اړتیا له مخې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون په اډانه کې د ۱۳۹۳ لمریز کال کې تأسیس شو؛ تر څو په هېواد کې د طبی د ساتنې د ارګانونو لپاره مسلکي او ځوان متخصصین وروزي همدارنګه د روغتیا د حاکمیت د پلي کېدا او ټینګښت له لارې زموږ هېواد د پرمختیا په لور روان شي
د دې لپاره چې ستراتیژیک نوښتونه په خپل وخت او مهال سره سرته رسېدلي وي اړینه به وي چې د طب پوهنځي لپاره یو پوهنیز او اکاډمیک ستراتیژیک پلان د لاس لاندې ونیول شي د دې ستراتيژیک پلان پر مټ وکولای شو چې د نوموړې پوهنځی اوس مهاله او راتلونکې چارې لا پسې ښې پیاوړې او سمون ومومي همدا راز طب پوهنځی د نړیوالو منل شویو نورمونو او معیارونو په خپلولو سره پوهنیز کدرونه خپلې ټولنې ته د اغېزمن چوپړ په موخه د هېواد په طبی، په بېلا بېلو برخو کې د طب د پلي کېدو له مخې د رغنده او مثبتې پرمختیا لامل شي
:د پوهنځي شالید
طب پوهنځی په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او سیمې د اړتیا پر بنسټ تأسیس او رامنځته شو د تآسیس له نېټې څخه راپدې خوا د بېلا بېلو پړاوونو په وهلو سره تر دې مهاله پرمختګ کړی دی
نوموړې پوهنځی اوس مهال دوه اړونده څانګې لري چې د کلینک او پاراکلینک څخه عبارت دي په یادو دوو بېلا بېلو څانګو کې نارینه او ښځینه مسلکي کدرونه روزي د یادو ۲ څانګو څخه تردې مهاله کوم فارغ کدرونه نه دی وړاندی کړی په اینده کی به د لیاقت پر معبار برابر کدرونه ټولنی ته وړاندی کړی
څرنګه چې طب پوهنځي د اراکوزیا خصوصي پوهنتون یو ځوان او نوی تأسیس شوی پوهنځی دی نو په پیل کې اراکوزیا خصوصي پوهنتون د څو تنو مسلکي استادانو په ګډون د تدریس چارې پر مخ وړل کېدې. پدې لړ کې د پوهنځي د اړتیا له مخې نور ځوان پوهنیز کدرونه د نورو پوهنځي د فارغینو څخه د پوهنځي په تشکیل کې کدري غړي پدې موخه جذب شول تر څو یې اړتیا تر یو بریده پوره شي.
د نېکمرغه اوس مهال طب پوهنځی د تخصص ،ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي او پوهنیز کدرونه لري چې د تدریس چارې یې د یادو کدرونو او نوموړو استادانو په ځانګړو هڅو په ښه ډول پرمخ وړل کېږي همدارنګه د پوهنځي د علمي کدرونو ترڅنګ په اداري برخه کې د تجربه لرونکي اداري پرسونل په درلودلو سره د پوهنځي اداري چارې هم په ښه او اغېزمنه توګه پرمخ روانې دي
: Goals موخي
د کیفیت لرونکو محصلانو جذب چی و کولای سی د طب درسونه پر مخ یوسی. د هیواد د اړتیاوو سره سم او په پراخه توګه د سیمی او نړی د اړتیاوو مطابق په خاص ډول د معیاری کریکولم او درسی نصاب برابرول. د تدریس او تحصیلی مشورو د وړاندی کولو د باکیفیته او معیاری ظرفیت لرونکو استادانو مقررول. د مناسبو شرایطو او تحصیلی امکاناتو برابرول چی د طب په برخه کی معیاری تحصیل ځواب ویونکی وی

د طب پوهنځي د غړو نوملړ

: Vision لرلید
په افغانستان کی د لومړنی مخکښی لارښودی طبی او مسلکی ډاکټرانو د ښوونیزی او روزنیزی مؤسسی په توګه راڅرګندیدل
: Mission رسالت
د طبی ساینس او تخنیک د درست تطبیقولو، د عصری طبی ښوونی، څیړنو، او د ټولنیزو خدمتونو له لاری د ټولنی روغتیایی حالت ښه کول

دپوهنځی بنسټيزي دندي
دطبي مسلکي کسانو دڅومره والي او څرنګوالي دلا زياتوالي په موخه دليسانس په کچه دمعالجوي طب په ساحه کي چي دعامي روغتيا برخه هم پکښي رانغښتې وي دعصري طبي زده کړو وړاندي کول. په روغتيايي ساحه کي دڅېړنو ترسره کولو او و څېړنو ته داسانتيا برابرولو له لاري دټولني داړينو روغتيايي ستونزو په نښه کول او دهغوی دحل لاري لټول. دعصري پرمختللو درمليزو ميتودونو دکارولو له لاري ټولني ته دباکيفيته روغتيايي خدماتو ترسره کول دټولني اړتياوو او دپوهنځی لېرليد ته په کتلو سره د اراکوزیا طب پوهنځی و ټولني ته د چوپړ کولو په موخه داسي پوه، وړ، او ژمن کسان وړاندي کوي کوم چي د لاندي ځانګړتياوي په درلودلو باندي پوښل سوي وي
دټولني روغتيايي اړتياوو ته ځواب وركونكي وي
وټولني ته دعلمي خدمتونو جوګه وي
دهيواد دروغتيايي سيستم په دوامداره نوي کولو او پرمختګ كي اغېزمنه ونډه واخلي
دنړيوالتوب دنوو ننګونو په وړاندي ددرېدلو او له منځه وړلو توان ولري

څانګي
د طب پوهنځى په اوسني وخت کې دوه فعال ديپارتمنتونه لري
د کلینک څانګه
د پارا کلینک څانګه

د طب پوهنځی کمېټي
د تضمين کيفيت کمېټه
د کريکولم او تدريسي نصاب کمېټه
د ستراتېژيک پلان جوړولو کمېټه
د ازموينو کمېټه
د نظم او ډسپلين کمېټه
د علمي څېړنو کمېټه

د محصیلنو جذب
اراکوزيا د لوړو زده کړ و مؤسسې ته محصلان د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د پسرلني او ژمني کانکور له لارې معرفي کېږي، چې تقريباً په هر کانکور په طب پوهنځی کې جذب لرو. په هر ټولګي کې مو د محصلينو شمېر مو په اوسط ډول ۳۰ تنه دی. د ۱۳۹۳ ل کال راهيسې مو تر اوسه پورې له طب پوهنځی څخه يوه دوره محصلین فارغ او ستاژ ته معرفی کړي دي او اوس د طب پوهنځی په بېلابېلو سمېسترونو کې اوس هم عملاً محصلين په زده کړو بوخت دي
د ۱۳۹۳ ل کال راهيسې طب پوهنځی کی ګڼ شمیر محصیلین منلی دی
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه چې يو ه خصوصي مؤسسه ده دی او په مالي لحاظ پر خپل ځان بسيا دی نو هر کال سلګونه محصلين جذبوي او د لا ډېرو محصلينو د جذب ظرفيت لري

امکانات او وسایل
د طب پوهنځي باتجربه او متخصص استادانو په لرلو سره د ځوانانو د روزنې په برخه کې کار کوی. په ټولو درسي خونو کې استادان د سپينې تختې او مارکر څخه استفاده کوي. دغه راز د سپيني تختې او مارکز ترڅنګ د طب پوهنځي په هر ټولګي کې LCD هم شته او د ټولنيزو علومو زياتره استادان د LCD له لارې محصلينو ته تدريس کوي. د مؤسسې په عمومي کتابتون کې د طب پوهنځي لپاره هارډ او سافټ کتابونه شته چې محصلين هره ورځ ترې استفاده کولی شي او د يوې اونۍ لپاره کتاب هم له ځان سره وړی شي. دغه راز چې نوي کتابونو ته اړتيا وي نو د يوې اونۍ په ترڅ کې يې راغواړو. د دې ترڅنګ په کتابتون کې د طب پوهنځي محصلينو لپاره کمپيوټر لېب، ډېټابېس او انټرنټ هم لري

په پام کې لرو چې د پوهنځي د فزيکي زيربناوو او تدريسي پياوړتيا په خاطر په راتلونکو پنځه کلونو کې
د يو مستقل تعمير جوړول (چې ۱۵ ټولګي او ۶ اداري خونې ولري).
د راتلونکو پنځو کلونو به جريان کې د هر مضمون لپاره د نصاب او مفرداتو مطابق درسي کتابونو چمتو کول
د ځانګړي کتابتون تاسيس او په بېلا بېلو ژبو باندې د چاپ شويو کتابونو په واسطه بډايه کول. له داخلي او بهرنيو پوهنتونونو سره د پوهنځي تواميت
د استادانو او محصلانو لپاره د انټرشيپ يا لنډ مهاله علمي کورسونو د پروګرامونو پيدا کول
د پوهنځي لپاره د اړونده فرنيچر دفتري مېزونو، الماريو، چوکيو او ا‎يرکنډيشنونو خريداري
له دولتي او خصوصي ښوونځيو سره د همکاريو هوکړې کول