د اراکوزیا د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسې مرامنامه

لیرلید  Vision

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د هیواد په کچه د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو  له پاره داسي یو معیاري مرکز وي چي د زده کړو بهیر ئې د عصري تیورۍ پر بنسټ پیل او پر عملي څیړنو پای ته ورسیږي

Mission رسالت

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د زده کړو، څېړنو او د خدمتونو په وړاندي کولو سره د خپل هیواد له پاره مسلکي وګړي ټولني ته وړاندي کوي

Overall objective عمومي موخي

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي او اداري چارو کښي د کیفیت د تضمین او لوړاوي د حد اقل ۹۵ ٪ معیارونو تطبیقول

Strategic Objectivesخاص ستراتیژیک اهداف

د بشري سرچینو د ظرفیتونو روزل؛ لکه: علمي سویه لوړول، لنډه مهالي، منځمهالي او اوږد مهالي ټریننګونو په واسطه او په دوامداره ډول له دوی څخه ملاتړی نظارت کول

د څېړنیز مرکز پراختیا، د کتابتون [د مدیریتي، همدارنګه د نوو کتابونو راوړل، په کمپیوټري سیسټم سمبالول او د کتابتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړول.] او علمي سرچینو تقویه کول

د مؤسسې د مدیریتي سیسټم پياوړي کول د   MIS  او فایلنگ په ډول.

د اراکوزیا د محصلانو د ټولني فعالول او پياوړي کول

د کریکولم د کمېټې په مرسته د ټولو څانګو کریکولمونه او تدریسي مواد اپډيټول

د مؤسسې خپل ساختمان چاري د کیفیت د تضمین د معیارونو مطابق بشپړول

اساسي اُصول او ارزښتونه

اساسي اصول: تدریس، څيړنه، کیفیت

اساسي ارزښتونه : د اسلامي اصولو رعايت، شفافیت، حساب ورکول، جنډر، ټولو عقايدو ته احترام، افغاني فرهنګ او مشترک تصميم نيول