د ادارې او ډيپلوماسي ځانګي مرامپاڼه

:د ادارې او ډیپلوماسي څانګي پيژندنه
ادارې او ډيپلوماسي څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسیسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني او په سیاسي او حقوقي پوهي سنبالولو په موخه په ۱۳۹۲ لمریز کال چي د(۲۰۱۳) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت پیل کړ
: Vision لرلید
د ادارې او ډیپلوماسۍ استادان هڅه کوی د حقوقو او سیاسی علومو اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته د قانون د تطبیق حاکمیت او د قانونی ټولنی د رامنځته کیدو لپاره وړاندی کړی.
: Mission رسالت
د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګي استادان هڅه کوی، د خپلو محصلینو په مټ په ټولنه کي د قانون د تطبیق او حاکمیت فضا رامنځ ته کړی
: Goal هدف
د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګی استادان هڅه کوی تر څو د قانون د تطبیق ، حاکمیت او قانونی فضا دارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وصیله وګرځی
: قصدونه
په حقوقو او سیاسی علومو پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالني روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع د د ادارې او ډیپلوماسۍ دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تاید او په (          ) ګڼه پروتوکول کی (                 ) نیټه ثبت سوه

احمدشاه پاڅون د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګي امر

 یاده موضوع دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تاید او په (          ) ګڼه پروتوکول کی (                 ) نیټه ثبت سوه

 نیاز محمد احساس دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی ریس