د قران کريم د نزول ورځي په مناسبت د قرآن مجيد ختم ترسره سو!


۱۴۰۳/۰۱/۱۸ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او اداري کارکوونکو له لوري د نړۍ تر ټولو ستر او سپيڅلي کتاب؛ قرآن مجيد د نزول ورځي په مناسبت د قرآن کریم ختم ترسره سو همدارنګه د کارکوونکو ترمنځ د لا ښې همږغۍ او همکارۍ په پار ګډ روژه مات هم وکړل سو.

په ياد ختم کي د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د ټولو افغانانو ترمنځ پر يووالي، ټولو شهيدانو ته د جنت الفردوس او ناروغانو ته د بشپړې روغتيا دعاګانې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه