د دیني علومو څانګی مرامپاڼه

: د دیني علومو څانګي لنډه پیژندنه
دیني علومو څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۲ لمریز کال چي د(۲۰۱۰) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
د دیني علومو څانګي مسلکي مضمونونه عبارت دي له:عقاید ۱، عقاید۲، فقه شریف۱،فقه شریف۲،تجوید۱،تجوید۲،تاریخ تشریع اسلامي۱، تاریخ تشریع اسلامي ۲،فقه معاملات،فقه عقوبات، سیرت نبي او داسي نور
: Vision لرلید
ددیني علومو څانګی استادان هڅه کوی دعلوم دیني اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
ددیني علومو څانګي استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو او ښوونکو ته په علمی،لابراتواری او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal هدف
د دینی علومو څانګی استادان هڅه کوی تر څو د انسانانو دخلقت،ټولنیزې دنیوي او اخروي موخې او عدم دارزښت پیژندنې اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وصیله وګرځی
: مقصدونه
په دیني علومو پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالنې روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع دعلوم دیني دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (  ۱  )ګڼه پروتوکول کی (  ۱۳۹۸/۱/۲ ) نیټه ثبت سوه

د دیني علومو د څانګی آمرګلبدین همت

یاده موضوع دښوونی او روزنی پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په ( ۱  )ګڼه پروتوکول کی (۱۳۹۸/۱/۷) نیټه ثبت سوه

د ښوونی او روزنی پوهنځی رئیس بصیر الحق عادل