د قضاء او څارنوالی څانګی مرامپاڼه

:د قضاء او څارنوالی څانګي لنډه پیژندنه
د قضاء او څارنوالی څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۲ لمریز کال چي د(۲۰۱۳) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
: Vision لرلید
دقضاء او څارنوالی څانګی استادان هڅه کوی د حقوقو او سیاسی علومو اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته د قانون د تطبیق او حاکمیت او د قانونی ټولنی د رامنځته کیدو لپاره کدرونه وړاندی کړی
: Mission رسالت
دقضاء او دڅارنوالی څانګي استادان هڅه کوی تر څو د قانون د تطبیق ، حاکمیت او قانونی فضا رامنځ ته کړی
: Goal هدف
دقضاء او دڅارنوالی څانګی استادان هڅه کوی تر څو د قانون د تطبیق ، حاکمیت او قانونی فضا دارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وصیله وګرځی
: مقصدونه
په حقوقو او سیاسی علومو پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع د قضاء او څارنوالی دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تاید او په (          )ګڼه پروتوکول کی (                 ) نیټه ثبت سوه

د قضاء او څارنوالی څانګی امر اسدالله امین

یاده موضوع دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تاید او په (          )ګڼه پروتوکول کی (                 ) نیټه ثبت سوه

دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی ریس نیاز محمد احساس