د رياضي څانګی مرامپاڼه

:د رياضي څانګي لنډه پیژندنه
رياضي څانګه د اراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۲ لمریز کال چي د(۲۰۱۳) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
د رياضي څانګي مسلکي مضمونونه عبارت دي له: عمومي رياضي، اناليز۱، اناليز۲، د رياضي ميتود په فزيک، احتمالات، مختلط اناليز او نور
: Vision لرلید
د رياضي څانګې استادان هڅه کوی د رياضيکي علومو اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
د رياضي څانګي استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو او ښوونکو ته په علمی،لابراتواری او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal لرلید
د رياضي څانګی استادان هڅه کوی تر څو د رياضي او احتمالاتو د ارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وسیله وګرځی
: مقصدوه
په رياضي کې پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع د رياضي دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (۱)ګڼه پروتوکول کی (۱۳۹۸/۱/۵ ) نیټه ثبت سوه

د رياضي څانګې امر حميدالله محمدي

یاده موضوع دښوونی او روزنی پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (۱)ګڼه پروتوکول کی (۱۳۹۸/۱/۷) نیټه ثبت سوه

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس بصیر الحق عادل