د ستراتيژيک پلان جوړوني کمېټه

سریزه
هره مؤسسه د خپلو اوږد مهاله فعالیتونو له پاره د ځان له پاره لوی یا په بل مفهم ستراتېژيک اهداف ټاکي. یادو لوی او سترو اهدافو ته د رسېدو په موخه یوې مشخصي تګلاري ته اړتیا سته. ستراتيژيک پلان ددغه ډول اهدافو د ترلاسه کولو تر ټولو اسانه، هوسا او معقوله لار ده
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ هم د لوړو زده د محترم وزارت د پلان او پالیسۍ مطابق د خپل ستراتيژيک لوري د معلومولو، ټاکلو او ستراتېژۍ جوړولو له پاره د ستراتيژيک پلان کمېټه ایجاد او تقویه کړه. ددې کمېټې د ایجاد سره سم د مؤسسې پر پينځه کلن ستراتيژيک پلان کار پيل کړ. منظمي ناستي لري

شالید
د اففانستان د لوړو زده کړو د وزرات د پالیسۍ سره سم د کيفت لوړول د هري ادارې د پرمختګ له پاره یو لازمي ګام دئ، چي باید پر خپل وخت پورته سي. د نیکه مرغه چي دې هدف ته د رسیدو په موخه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره هم د خپل فعالیت په پینځم کال د لوړو زده کړو د وزارت د کیفیت د تضمین او لوړاوي د بورډ د ارزوني د APR ((Academic Program Review د غړو لخوا د ۱۳۹۶ ل کال په جریان کښي و ارزول سول. چي وروسته ئې په دې اول پړاو ارزونه کښي د ښه مرغه (۵۵،۲( هم خپلي کړي وې
د مؤسسې رهبري فی الحال د کیفیت د تضمین او لوړاوي اصل ته ډیره جدي پاملرنه کوي ځکه ورځ تر بلي لوړي زده کړي د انکشاف او پرمختیا په حال کي دي. نو د همدې اصل پر بنیاد د مؤسسې تدريسي او اداري چاري ورځ په ورځ د بهبود او ښه والي په حال کي دي. اوس ئې د کیفیت د تضمین او لوړاوي داخلي یونیټ یا آمریت فعال کړی دئ چي بهرني مشاورین لري او د مؤسسې ټولي داخلي چاري د کیفیت په ساتنه کي مهم رول لري. یاد یونیټ ددې مؤسسې د کادري غړي نذیر احمد رښتیني لخوا اداره کيږي

د ستراتيژيک پلان جوړوني کمیټه
د اراکوزیا د لوړو مؤسسې د فعالیت له پیل څخه د چارو د نظم له پاره بېلا بیلو کمېټو فعالیتونه درلودلي دي. دا چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې خپل ځای نه درلودئ د کاریې له یوې مېني بلي ته د ګډي پر مهال اسناد ورک سوي او له کاره لوېدلي دي. د ستراتيژيک پلان د کمېټې په پخوانیو کارکردګیو ځکه اوس ډیر څه نه سو اضافه کولای چي د تېر مهال اسناد د ورک په نامه نسته

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان جوړوني کمیټه یو واضح او روښانه ماموریت او لیرلید لري چه د هغو په رڼا کي خپلي ټولي چاري تنظیموي

: Vision لرلید
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د هیواد په کچه د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو له پاره داسي یو معیاري مرکز وي چي د زده کړو بهیر ئې د عصري تیورۍ پر بنسټ پیل او پر عملي څیړنو پای ته ورسیږي
: Mission رسالت
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د زده کړو، څېړنو او د خدمتونو په وړاندي کولو سره د خپل هیواد له پاره مسلکي وګړي ټولني ته وړاندي کوي
: Goal هدف
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي او اداري چارو کښي د کیفیت د تضمین او لوړاوي ۹۵٪ معیارونه رعایتول
: ارزښتونه
د اسلامي اُصولو رعایتول
شفافیت
حساب ورکونه
جنډر
ټولو عقایدو ته احترام درلودل
افغاني فرهنګ او ګډ تصمیم نیولو

ځانګړي ستراتیژیک اهداف
د مؤسسې د بشري منابعو د ظرفيت لوړولو له پاره لنډ مهاله، منځمهاله ټریننګونه دایرول او دوامداره تقویتي نظارت ځني کول
د لوړو زده کړو وزارت د ټولو لوايحو، مقرراتو او کړنلارو پلي کول
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د پياوړتيا او پرمختګ له پاره د تدريس د کيفيت لوړول
د هر ډول تعصب څخه مخنيوی
په ټولو چارو کي روڼتيا او شفافيت
د کیفیت د تضمین او لوړاوي د ټولو معیارونو بشپړول

د ستراتيژيک پلان جوړوني د کمیټې د وظایفو لایحه
د کمیټې د ټولو غونډو ریاست کول
د کمیټې د دفتري کارونو د کړنو څخه نظارت کول
د کیفیت د تضمین په چارو کي برخه اخیستل
د مؤسسې ټول پرسونل د ستراتيژیک پلان د کړنلارو له پاره تشویقول
د کمیټې د تصمیمونو د تطبیق څخه نظارت کول
د ستراتيژيک پلان د کمیټې نمایندګي کول
د استادانو او محصلینو د خبرولو له پاره د اطلاعیو او بروشورونو خپرول
د ستراتيژۍ د تطبیق په ښه کولو کي د نورو وظیفو اجرا کول

ستراتيژيک پلان د کمیټې وظیفې
د تحصیلي بنسټ د کیفیت د ښه کولو په برخه کي کوښښ کول
د تحصیلي بنسټ، پوهنځي او فارغه ورکوونکي څانګي د ځان ارزوني د پروسي څخه نظارت کول
د تحصیلي بنسټ د ځان ارزوني د راپور تهیه کول
د پوهنځیو او فارغه ورکونکوو ډیپارټمنټونو د ځان ارزوني د راپور څیړل
د بیا کتني په جریان کي د بیا کتونکي ټیم سره همکاري کول
د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان سره په مکمله توګه آشنایي، همدارنګه د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک پلان او د کیفیت د تضمین د ټولو اسنادو په شمول د کیفیت د تضمین د لایحې او د ځان ارزوني د معیارونو سره آشنایي
د تحصیلي بنسټ و رئیس او علمي مرستیال ته د پوهنځیو د کیفیت د تضمین د ښه والي او همدارنګه د عمومي خدماتو؛ لکه: لابراتوارونه، د کمپیوټر مرکزونه، کتابتونونه او د محصلانو د خدماتو عرضه او نورو علمي تحقیقاتو په اړوند صلاح او مشوره ورکول
د تحصیلي بنسټ د اداري او علمي فعالیتونو د بیاکتلو او د پوهنځی د ځان ارزونی په اساس د کمیټې له پاره د مناسبو اسنادو تهیه کول
د پوهنځیو، د علمي کادرو، محصلانو او د پوهنتون د ټولو کارکوونکو سره د کمیټې د غونډو د تصمیمونو د بحث د محرمیت ساتل
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین د ریاست سره د کاری ارتباط ساتل

ستراتیژیک پلان مکلفیتونه
د کیفیت د تضمین مربوط د نورو وظایفو اجرا کول؛ کومي چي د صلاحیت لرونکي آمر له خوا سپارل کیږي
د قوي، ضعف، تهدید او فرصت د ټکو پر اساس د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د یوولس ګونو معیارونو له پاره د یو عملیاتي پلان جوړول
عملیاتی پلان د تطبیق له پاره د کړنلاري جوړول او د هغه موانعو ایسته کول کوم چي ددې پلان د تطبیق خنډ ګرځي
د تحصیلي بنسټ په ټولو برخو کي د عملیاتي پلان د تطبیق څخه نظارت کول
د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان او د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک پلان د تطبیق څخه نظارت او د ربع واره راپور تهیه کول
په تحصیلي بنسټ کي د کیفیت د تضمین د پروګرامو او پلانو د تطبیق له پاره د محفلونو جوړول
د نورو پروګرامو تطبیق او عملي کول کوم چي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین د ریاست لخوا ئې سپارښتنه کیږي
د نوښتونو او نوو پروګرامونو جوړول او تطبیق کوم چي د کیفیت په ښه والي کي مهم رول لوبوي
د تحصیلي بنسټ د بودجې او نورو کومکونو د مصرف څخه نظارت کوم چي د عملیاتي پلان، ستراتیژیک پلان او نورو پلانو د تطبیق له پاره مصرفیږي
په تحصیلي بنسټ کي د انفرادي عملیاتي پلان او د تدریس پرمختیایي پلان څخه نظارت کول

د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د تضمین او لوړاوي د کمېټې مکمله پېژندګلوي ( سریزه، شالید، د کیفیت کمېټه، لیرلید، رسالت، اهداف، ارزښتونه، کاري لایحې او تشکیلاتي چارټ) په [۸] مخونو کښي د مؤسسې د علمي شورا د (   / ۱ / ۱۳۹) نېټې په (   ) ګڼه پروتوکول ناسته کښي د اعضاوو د اکثریت رایو پخپلولو سره تائید او د اعتبار وړ وګرځېدئ