د کيميا څانګی مرامپاڼه

:د کيميا څانګي لنډه پیژندنه
کيميا څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۷ لمریز کال چي د(۲۰۱۸) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
د کيميا څانګي مسلکي مضمونونه عبارت دي له: عمومي کيميا۱، عمومي کيميا۲، عضوي کيميا۱، عضوي کيميا۲، غير عضوي کيميا۱، غير عضوي کيميا۲، فزيکي کيميا، بيوشمي او نور
: Vision لرلید
د کيميا څانګی استادان هڅه کوی دساینس اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
دب کيميا څانګي استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو او ښوونکو ته په علمی،لابراتواری او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal هدف
کيميا څانګی استادان هڅه کوی تر څو د مادي جوړښت، مادي خواصو اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ مصیله وګرځی
: مقصدونه
په کيميا پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع د کيميا دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (   ۱  )ګڼه پروتوکول کی (۱۳۹۸/۱/۲  ) نیټه ثبت سوه

د کيميا څانګی آمرمحمد ظريف هوډمن

یاده موضوع دښوونی او روزنی پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په ( ۱)ګڼه پروتوکول کی ( ۱۳۹۸/۱/۷  ) نیټه ثبت سوه

دښوونی او روزنی پوهنځی رئیس بصیر الحق عادل