د اراکوزیا د لوړو زد ه کړو مؤسسي پیژندنه

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په جنوب لويديځه حوزه کې وتلې خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسه ده چې د ۱۳۹۰ هجري لمريز کال د جدي په ۲۸ نیټه يې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړی دی

د يادي مؤسسي له ايجاد څخه موخه په عمومي ډول ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول د هیواد د جنوب لويديځې سيمې خلکو ته چې وروستيو  درې نيمو لسيزو جګړو يې سيمه او خلک د هیواد د نورو سيمو په پرتله ډېر ځپلي دي خدمت کول دي

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه کوښښ کوي چې ټولنې ته په اسلامي روحيه سمبال، فعال، څيړونکي، متحرک او نوښټګر علمي کدرونه وړاندې کړي.

ياده  د لوړو زده کړو مؤسسه تر دې مهاله څلور فعاله پوهنځي لري چې عبارت دي له
معالجوي طب پوهنځی،
سيول انجنيرۍ پوهنځي؛
حقوقو او سياسي علومو پوهنځی؛
ښوونې او روزنې پوهنځی څخه.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی دوه څانګې لري چې عبارت دي له:
قضاء او څارنوالۍڅانګه؛
اداره او ديپلوماسۍ څانګه.
د ښوونې او روزنې پوهنځی لاندې څانګې لري او
پښتو ادبياتو څانګه؛
اسلامي ثقافت څانګه؛
رياضي او فزيک څانګه؛
تاريخ څانګه؛