د پښتو څانګی مرامپاڼه

:د پښتو څانګي لنډه پیژندنه
پښتو څانګه د اراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۲ لمریز کال چي د(۲۰۱۳) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
د پښتو څانګي مسلکي مضمونونه عبارت دي له: ژبپوهنه، ادبپوهنه، ادب تاريخ، پرتليزه ژبپوهنه، فونولوژي، مورفولوژي او نور

: Vision لرلید
د پښتو څانګې استادان هڅه کوی د ژبې او ادب اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
د پښتو څانګي استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو او ښوونکو ته په علمي او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal هدف
د پښتو څانګی استادان هڅه کوی تر څو د پښتو او ادب د ارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وسیله وګرځی
: مقصدونه
په پښتو کې پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع د پښتو دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په ( ۱ )ګڼه پروتوکول کی (  ۱۳۹۸/۱/۵ ) نیټه ثبت سوه

د پښتو څانګې امرنذير احمد رښتينی

یاده موضوع دښوونی او روزنی پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (    ۱ )ګڼه پروتوکول کی ( ۱۳۹۸/۱/۷   ) نیټه ثبت سوه

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس بصیر الحق عادل