فساد اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۱/۱۲ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو او اداري کارکوونکو ته د فساد اړوند د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (PDC) مسلکي پراختيا آمريت له لوري ترتيب او د محصلانو چارو د مرستيال ښاغلي پوهنيار حافظ عبدالولي رازقي له لوري محصلينو او اداري کارکوونکو ته وړاندي سو.

پدې سمينار کي د فساد پيژندني، فساد ډولونو، اخلاقي فساد، اداري فساد، ديني فساد، جنګي فساد، مذهبي فساد، د فساد عواملو، فساد مخنيوي لاري چاري او نورو مهم مالومات وړاندي سول.
د يادوني وړ ده چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د خپلو کارکوونکو او محصلينو ته په بېلا بېلو برخو کي د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينارونه وړاندي کوي، ترڅو د هغوی په علمي ظرفيت کي غني والی راولي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه