د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمريت لپاره مولوي نيک محمد مستغفر معرفي سو!

                                          ۱۴۰۲/۰۹/۳۰ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري د يوې غونډې په ترڅ کي ښاغلی مولوي نيک محمد مستغفر د دعوت او ارشاد آمريت لپاره د آمر په صفت اداري کارکوونکو ته معرفي سو.

يادوني وړ ده، چي ښاغلی مولوي نيک محمد مستغفر د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري په رسمي او مکتوبي ډول اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ته د دعوت او ارشاد آمريت لپاره معرفي سوی و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه