د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او ډاکټر انلاين اکاډمي ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو!

                                            ۱۴۰۲/۰۹/۳۰ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او ډاکټر انلاين طبي اکاډمي ترمنځ د استادانو او محصلينو د علمي ظرفيت لوړوني په موخه د دوه اړخيزو علمي همکاريو تړون لاسليک سو.
ددې تړون پروګرام چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د برښنايي زده کړو کميټې په همکاري چمتو سوی و، د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر متخصص سردارولي صالحي همدارنګه د ډاکټر انلاين طبي اکاډمي رئيس ښاغلي ډاکټر نويد نيازي ګډون درلود.
د ياد تړون په انلاين غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني وويل؛
په اوسني عصر کي تکنالوژي ډير پرمختګ کړی، د استادانو او محصلينو لپاره انلاين زده کړه د هغوی د علمي ظرفيت لوړوني لپاره يوه بله ښه اغېزمنه لار ده، هغوی کولای سي د نورو علمي شخصيتونو او علمي بنسټونو څخه په خپل اړونده مسلک کي لا زده کړه ترلاسه کړي، نوموړي د ښاغلي ډاکټر نيازي څخه غوښتنه وکړه، چي د استادانو او محصلينو د ښه ظرفيت لوړوني په موخه دي مسلکي سمينارونو او ورکشاپونه چمتو کړي، ترڅو د تړون دواړه لوري خپل رسالت يو د بل سره پر ځای کړي.

ددې تړون له مخي به ډاکټر انلاين اکاډمي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو، محصلينو او اداري کارکوونکو ته په انلاين ډول د علمي ظرفيت لوړوني په موخه علمي پروګرامونه دايروي، چي په ځانګړې توګه د طب پوهنځي محصلينو لپاره به طبي ورکشاپونه او سمينارونه وړاندي کوي.
د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو محصلينو د ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه په بېلابېلو برخو کي د دوه اړخيزو همکاريو تړونونه لاسلیک کړي، ترڅو د هغوی په راتلونکي علمي کاري چاپيريال کي غوره مؤثريت لرونکي و اوسي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه