د کیفیت د تضمین او اعتبار اخیستني د معیارونو ورکشاپ پیل سو.


۱۴۰۲/۰۹/۲۷ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د کيفيت د تضمين او اعتبار اخیستني د آمريت له لوري د مؤسسې علمي او اداري کاري غړو ته (۱۱) ګونو معيارونو د تفسير ورکشاپ راپيل سو.

په دې ورکشاپ کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د پوهنځیو رئيسانو او اداري برخو مسؤلينو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني د ورکشاپ ګډون والو ته د کيفيت تضمين پر پروسې او د ورکشاپ پر ارزښت باندي خبري وکړې او د ټولو ګډون والو څخه یې غوښتنه وکړه، چي د ورکشاپ څخه د مؤسسې علمي لوړاوي او د چارو لا معياري مخته وړلو لپاره مؤثره ګټه پورته کړي، ترڅو د کيفيت تضمين پروسه په ټولو برخو کي ښه عملي سي.

دا ورکشاپ د کيفيت تضمين او لوړاوي آمر پوهنیار نذير احمد رښتيني او کيفيت تضمين مدير ښاغلي عبدالمالک فیضاني له لوري په اونۍ کي دوه ورځي به وړاندي کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه