افغانۍ ترويج تمثيلي مناظره ترسره سوه!

                                            ۱۴۰۲/۱۰/۰۳ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلينو له لوري د افغانيو ترويج په موخه تمثيلي مناظره ترسره سوه.
پدې مناظره کي د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، حقوقو پوهنځی رئيس ښاغلي نيازمحمد احساس، پوهنځی استادانو او محصلينو ګډون درلود.

ياده مناظره چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اوم سميسټر محصلينو له لوري خپلمنځي ترسره سوه، موخه ترې د افغانۍ ترويج، محصلينو ته جرئت او فصاحت پياوړتيا ترڅنګ هغوی ته عملي زده کړه ورکول وه.

يادې مناظره کي د افغانۍ پر ترويج او د بهرنيو پولي اثارو د تدريجي مخنيوی په تړاو بحث ترسره سو، چي عملي چارو لارښووني يې د حقوقو پوهنځی رئیس او استاد ښاغلي نياز محمد احساس کول.
د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړې لپاره بېلا بیل پروګرامونه چمتو کوي، ترڅو د هغوی په راتلونکي کاري برخي کي اغيزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه