خواشينۍ او غم شريکۍ پيغام

      No Comments on خواشينۍ او غم شريکۍ پيغام

خواشينۍ او غم شريکۍ پيغام!
۱۴۰۲/۰۷/۱۶ لمريز کال

دا چي تيره ورځ د هيواد په لويديځ لوی فرهنګي، علمي او غوره تمدن لرونکي هرات ولايت کي پر لپسې زلزلې رامنځته سوي، چي د يادې پيښې له امله زموږ زرګونه هرات مېشت وګړي شهيدان، زرګونه زخميان او د خپلې اصلي مېنې څخه بې ځايه سوي، چي د ځاني زيان تر څنګ ورته زيات مالي زيانونه هم اړول سوي دي؛ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، رهبري، استادان او کارکوونکي د ټولو شهيدانو لپاره جنت الفردوس او زخميانو ته د رحمن ذات څخه د بيړنۍ روغتيا غوښتونکي دي او د زلزلې ځپلو کورنيو قربانيانو سره ځان پدې دروند وير او ملي غم کي ځان شريک ګڼي.

د هيواد پر ټولو ملي سوداګرو ږغ کوو، چي د خپل ولس سره د لاسنیوي په موخه مالي، صحي، غذايي او ځايي اوسيدوني لپاره همکاري وکړي، ترڅو د خپلو هيوادوالو سره مو د خپل وطني مينه پاللې او لاسنيوی کړی وي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه