د طب پوهنځی جديد الشمول محصلينو لپاره د لابراتوار پيژندني عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

د طب پوهنځی جديد الشمول محصلينو لپاره د لابراتوار پيژندني عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

                                           ۱۴۰۲/۰۷/۰۳ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي جديد الشمول محصلينو ته د لابراتوار پيژندني، د کاروني اصولي، اخلاقي او مالوماتي سمينار وړاندي سو.

نوموړی سمينار چي د PDC مرکز له لوري طب پوهنځی ته وړانديز سوی و، د يادې پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر شراف الدين اشرف له لوري د لابراتوار پيژندني، د کاروني اصولي او اخلاقي کودونو، کيمياوي موادو څخه ځان ساتني او د همدې موضوع اړوند نور اړين مالومات د سمينار ګډونوالو ته وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو محصلينو د ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه غوره طبي او کيمياوي لابراتوار لري، چي محصلينو ته وخت پر وخت د مجربو او مسلکي استادانو له لوري پکښي عملي زده کړه ورکول کيږي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه