اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې (۱۵۹) تنه په لوړو زده کړو سمبال ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې (۱۵۹) تنه په لوړو زده کړو سمبال ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!

                                         ۱۴۰۲/۰۷/۲۰ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د اومې دورې په فراغت غونډه کي د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم او ښوونه او روزنه پوهنځيو کي (۱۵۹) تنه فارغ او ټولني ته د ښه خدمت په موخه وړاندي کړل.

پدې فراغت غونډي کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې رئيس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالانو، د هلمند پوهني رئیس ښاغلي حاجي مولوي محمد عوض انصاري، د پوهنتونونو استازو، استادانو، د محصلينو ترڅنګ د فراغينو کورنۍ هم ګډون کړی و.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري فارغينو او د هغوی کورنۍ ته د فراغت مبارکي وويل او هغوی ته يې د لا لوړو زده کړو کولو سپارښتنه وکړل همدارنګه د ا.ا.ا مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه، چي په زده کړه ځوانان مو درته ډالۍ کړل؛ تاسي ورته د دندې موندني لپاره همکاري وکړی.

د هلمند ولايت د پوهني رئيس ښاغلي حاجي مولوي محمد عوض انصاري صاحب ټولو فارغينو ته مبارکي وړاندي کړل او هغوی ته یې د لا لوړو زده کړو کولو سپارښتنه وکړل همدارنګه نوموړي زياته کړل، چي په ښه او لوړو زده کړو کولو سره وطن ته ښه خدمت کولای سی.

د غونډي په ترڅ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي ټولو فارغ التحصلينو ته د فراغت مبارکي وويل همدارنګه نوموړي د حقوق او سياسي علومو پوهنځی د فارغ التحصل ښاغلي خان محمد د لوړو زده کړو علمي ليوالتيا ستاينه وکړه او د نوموړي معيوب محصل د لا لوړو زده کړو کولو مالي لګښت پر غاړه واخېست او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ؛ هغه ته يې د لوړو زده کړو هيله ورکړه او تشويق يې کړ چي زده کړه وکړي او د وطن جوړوني لپاره ځان څخه ښه خادم جوړ کړي.

د هلمند پوهنتون څخه راغلي استازي ښاغلي استاد مفتي شیر احمد عاجز ټولو ځوانانو او فارغ التحصلانو ته د فراغت مبارکي وړاندي کړل او هغوی ته يې د نورو لوړو زده کړو هيله بیان کړه.

د فارغ التحصل محصلينو په استازيتوب د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی فارغ التحصل ځوان ښاغلي روزي محمد کليوال د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مؤسس، رهبري او استادانو د غوره علمي بنسټ برابرولو او علمي زيار ستاينه وکړه، نوموړي وويل چي د استادانو له لوري ورسره ډير علمي زحمتونه ګالل سوي او په ښه زده کړه سمبال يې ټولني ته د چوپړ لپاره وړاندي کړي يو، هغه زياته کړه چي د ا.ا.ا مسؤلينو څخه زموږ اساسي غوښتنه دا ده، چي کاري زمينه راته برابره کړي؛ ترڅو وطن ته د ښه خدمت تنده مو خړوبه سي.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د خپل (۱۲) کلن علمي مزل په ترڅ کي تر دې مهال ټولني ته (۱۹۹۶) تنه په لوړو زده کړو سمبال ټولني ته د خدمت په موخه ډالۍ کړي دي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه