د اداري کارکوونکو کاري آرزيابي وسوه


۱۴۰۱/۰۳/۱۹ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري مرستيال او ټاکلي هيئت له لوري د موسسې د ټولو اداري کارکوونکو د چارو اداري آرزونه ترسره سوه.

په ياده آرزونه کي د اداري کارکوونکو پر کاري لايحې، کاري پلان، کاري راپور، صادره او وارده کتاب، دوسيه بندۍ، اداري مهارتونو او يو شمېر نورو کاري برخو ليدنه او آرزونه وسوه، چي د يادې آرزوني موخه د مؤسسې د روانو کاري او اداري چارو د بهير سمون او پرمختګ ته ژمن والي توب و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه