حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصلينو ته عملي کار ترسره سو

                                                                 ۱۴۰۱/۰۳/۱۹ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو پوهنځی د اتم سميسټر محصلينو ته عملي کار ترسره سو.

پدې عملي کار کي د استاد ښاغلي نیازمحمد احساس لخوا د اتم سميسټر محصلينو ته د جزايي محاکماتو اصولو مضمون اړوند؛ صورت دعوې او دفاعيه، اعتراض او دفع اعتراض ليکلو برخه کي ورکړل سو.

د صورت دعوې، دفاعيه، اعتراض او دفع اعتراض ليکلو عملي کار ور وښودل سو، چي د محصلينو په ظرفيت لوړوني او راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته ډير اړين او مهم تماميږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه