حقوقو او سياسي پوهنځی محصلينو ته عملي زده کړه ورکړل سوه

                                                               ۱۴۰۱/۰۳/۲۳ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اداره او ډيپلوماسي څانګي د اتم سميسټر محصلينو ته د ګردي ميز عملي زده کړه ورکړل سوه.

د ياد عملي کار د لارښود استاد چاري ښاغلي استاد لعل محمد صفا له لوري ترسره سوې، چي د يادو عملي زده کړو څخه موخه په ټولنه کي د محصلينو پر منطقي فکر، سياسي حالاتو تحليل او د جرئت څخه برخمن والی وو.

په ياد پروګرام کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، علمي مرستيال، اداري مرستيال، حقوق پوهنځی رئیس، استادانو او محصلينو ګډون کړی و.

د مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني د محصلينو د لوړ ظرفيت راز د يادې پوهنځی د استادانو د هڅو او عملي زده کړو ورکړې وګڼی، محصلينو ته يې په ټولني کي د ځاني مسؤليت پر مټ د مثبت بدلون راوستلو غوښتنه وکړه او دوی ته يې ډاډ او زیری ورکړ، چي د زده کړو ثمره به مو روښانه وي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه