طب پوهنځی محصلينو ته عملي کار ورکړل سو

                                                                ۱۴۰۱/۰۳/۱۹ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی لومړي سميسټر محصلينو ته د کمپيوټر مضمون اړوند عملي کار ورکړل سو.

د ياد مضمون په عملي کار کي د لارښود استاد په حيث ښاغلي استاد محمد ولي ولي له لوري محصلينو ته د کمپيوټر هارډوير او سافټوير برخو او د هغو برخو په کارېدونکي دندو او جوړښت باندي عملي زده کړه ورکړل سوه.
ددې عملي کار په زده کړې سره محصلين به وکولای سي، چي د خپلو کمپيوټرونو د کاروني په ارزښت او د کمپيوټر پرزه جاتو څخه د زیان او کنترول باندي پوه سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه