ډیټابیس کي د کتابتون مدیریت اړوند ورکشاپ تر سره سو.

۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۸
دا ورکشاپ د اراکوزیا لوړو زده کړو د پوهنځيو رئسانو، د مؤسسې علمي مرستیال، د تحقیقاتو او کتابتون مدیرانو ته ځانګړی سوی وو تر څو د ډیټابیس له لاري خپلي چاري پر مخوړلو کي نور هم پوهاوی تر لاسه کړي.
دا ورکشاپ د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې مالوماتي ټکنالوژۍ امر انجینر فرید اغا فاطمي له لوري تر سره سو، تر څو یاد اداري کارکوونکي له ډیټابیس سره پوره اشنا او خپلي چاري په نوري چټکي سره پر مخ یوړلای سي.
ارا کوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپل اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي نور پورګرامونه او ورکشاپونه هم لري چي پخپل وخت سره به تر سره سي.
په درنښت.
د نشراتو مديریت.