د اراکوزیا کرکیټ لوبډلې دوه لوبغاړي ګریډ ټو دويمه درجه لوبو ته انتخاب سوي


۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۸
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې کرکیټ لوبډلي دوه قوي او د ښه استعداد لرونکي لوبغاړي نجیب الله ظاهري او نذیراحمد هیواد د هلمند ولایت ولایتي لوبډلي ته انتخاب سوي دي.
یاد لوبغاړو چي کلب لیول لوبو کي د ښه کارکردګي په موخه ټاکل سوي، خوست ولایت کي به ګریډ تو (دوهمه درجه لوبو کي) د هلمند ولایت په نمایندګي ولوبیږي.
یادي لوبي چي (ODI) یا یوه ورځني دي هلمند پکښي درې لوبي لري.
د بریا په صورت کي به د دوي لوبډله ګریډ اون (لمړی درجه) لوبو ته انتخابیږي.
باید وویل سي چي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د کرېکټ لوبډلې په تېرو دوو کلونو تورنمینټونو کې لسګونه د لومړۍ او دویمې درجې مقامونه ترلاسه کړي دي.

په درنښت.
د نشراتو مدیریت.