د اراکوزیا لوړو زده کړو موسسې خبرتیا!


د افغانستان د کابینې د غوندي د پریکړي پر اساس او د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر په وینا د هیواد ټول پوهنتونونه به د ۱۳۹۹/ ۱۲/ ۱۵ لمړیزه نیټه پیلیږي، چي د ۱۴۰۰ لمریز کال د حمل یا وري میاشتي تر پنځلسمي به تدریسي ورځي وي او تر دې نیټي وروسته د سمسټر نهایي ازمویني اخیستل کیږي.
نو د ارا کوزیا لوړو زده کړو ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکول کیږي چي پر وخت خپلو درسونو ته حاضر سي.
اراکوزیا د لوړو زده کوړو موسسه هڅه کوي چي په نوي میتود او لوړ معیار سره زده کړیالانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.