د ښووني او روزني پوهنځۍ د علمي شورا میاشتنۍ غونډه تر سره سوه

۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۸
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځي د علمي شورا میاشتنۍ غوڼده کي د پوهنځي ریس او امرینو ګډون کړی وو.
امرینو خپل میاشتنۍ د څانګو راپورونه او ستونزي سره شریکي کړې او ورته پر حلارو و ږغېدل.
همدارنګه د یادي پوهنځۍ یوولس ګونو معیارونو مطابق دوسیو جوړښت، تنطیم د پوهنځي د عملیاتي پلان مطابق د روان کال د دلوي میاشتي کارونه وه ارزول سوه او لازم تصمیمونه یې ورته ونیول.
باید وویل سي چي اراکوزیا د لوړو زده کړو موسسې ټولي پوهنځي او ادارې اونۍ واره، میاشتني او کلني ناستي ترسره کوي ستونزي شریکوي او حلاري ورته لټوي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.