د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او آرزوني رياست مسلکي ټيم د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه!

                                         ۱۴۰۳/۰۲/۱۷ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري له لوري د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او آرزوني رياست څخه راغلي مسلکي ټيم؛ محمد وصيل فاروقي او قاري مستقيم نظامي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د تعارف مجلس وکړ.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري د ياد ټيم په راتګ خوښي وښودل او د هغوی سره يې د بشپړې همکاري يادونه وکړه او هغوی ته يې په ښه ډول د نظارت او ارزوني ترسره کېدو هيله څرګنده کړه.

د ياد ټيم له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو اداري، علمي او تدريسي چارو څخه نظارت وکړ او د مؤسسې د روانو چارو او فعاليتونو څخه خوښي وښودل او ټول کاري ټيم ته يې په چارو کي د لا ښې بريا هيله بیان کړه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې خپلي ټولي کاري چاري د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنياد او هيواد ته د ښه علمي چوپړ پر اساس مخته وړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه