محصلينو له لوري تمثيلي محکمه ترسره سوه!

                                          ۱۴۰۳/۰۲/۱۵ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او نړيوالو اړيکو پوهنځی محصلينو له لوري تمثيلي محکمه ترسره سوه.

په يادې تمثيلي محکمې کي د قضائي هئيت پلاوی، څارنوال، مدافع وکيل، مجرمينو او غونډي ګډونوالو رول پکښي ترسره سو، چي جرم، مجرم او پريکړه يې تارياکو بندښت، لوړ ولور، اقتصادي حالت او د فرمانونو عامه پوهاوی و.

پدې تمثيلي محکمې کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، پوهنځی رئيسانو، اداري مسؤلينو، استادانو، د حقوقو او نړيوالو اړيکو پوهنځی محصلانو ګډون درلود.

يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره خپلو محصلينو ته د باتجربه او مسلکي استادانو پر مټ د غوره نظري زده کړو ترڅنګ وخت پر وخت عملي زده کړه هم ورکوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه