اداري کارکوونکو ته د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ډيټابيس اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                             ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو ته د مؤسسې په سطحه د عمومي ډيټابيس اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا آمريت په همکاري چمتو او د IT مسؤل ښاغلي فريد آغا فاطمي له لوري وړاندي سو. پدې سمينار کي کارکوونکو ته د مؤسسې، پوهنځی، څانګې او مديريت اړوند چي مالي، بشري او تدريسي سيسټم درلودونکی دی؛ په اړه يې مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه خپلو کارکوونکو او استادانو لپاره د معياري او عصري سيسټم لرونکې ده، چي ټولي چاري کتبي او IT ثبت او مخته وړل کېږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه