جديد الشمول محصلينو ته د اراکوزيا ډيټابيس پيژندني او عصري تکنالوژي اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                           ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) پسرلني کانکور جديد الشمول محصلينو ته د ډيټابيس کاروني او عصري تکنالوژي اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا آمريت په همکاري چمتو او د IT مسؤل ښاغلي فريد آغا فاطمي له لوري وړاندي سو.
پدې سمينار کي محصلينو ته د هغوی حاضري، نمرې، کتابتون او نورو اړينو ډيټا کاروني تر څنګ انټرنيټ ته لاس رسي همدارنګه روان عصري تکنالوژي سيسټم په تړاو مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رهبري تل هڅه کوي، خپلو محصلينو ته د علمي ظرفيت لوړوني په موخه بېلا بېل علمي سمينارونو او ورکشانه وړاندي کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه