مورنۍ ژبي نړيواله ورځ!

      No Comments on مورنۍ ژبي نړيواله ورځ!

« ليکنه : امان الله پښتون
« دنده : څېړنيز مرکز مدير
« نيټه : ۱۴۰۲/۱۲/۰۲

ژبه د انساني بشر هغه غړی دی، چي د نورو انسانانو سره د پوهوني، پيژندني او اړيکو نيولو لپاره پکار وړل کيږي. ژبه د بشر پالني، علم زده کړې او پوهي رسوني لپاره ستره الهي ډالۍ ده، چي د علم ترلاسه کولو، علم خپرولو او فرهنګي ودې لپاره ډير ارزښت لرونکې ده.
په نړۍ کي اوسمهال تر (۷۰۰۰) اوه زره زياتي ژبي شتون لري، چي د ګڼو ژبو ورځ تر بلې ويونکي، ادب او فرهنګ له منځه تلونکی دی، ځکه چي د ژبو ويونکو ترمنځ تضادونه شتون، د ساتني او پالني احساس نشتون، د مورنۍ ژبې اصل ته پاملرنه او علم پالنه نه کېدل همدارنګه د بل يا نورو ژب ويونکو په ژبه باندي خبري کول او خپله ژبه هيرول یې بنسټيزي ستونزي يادولای سو.

مورنۍ ژبه ته ولي مورنۍ ژبه وايي؟
انسان چي کله په خبرو پيل کوي، د خپلې مور او کورنۍ غړو څخه ژبه زده کوي، چي هغه ژبه د نوموړي لپاره مورنۍ ژبه ګڼل کيږي.
هغوی کولای سي چي د مورنۍ ژبې په وسيله د کورنۍ غړو سره اړيکه ونيسي، په ټولنه کي د ټولنيز ژوند چاري مخته يوسي. مورنۍ ژبه هغه ژبي ته ويل کيږي، چي يو ماشوم یې د خپلې مور يا د کورنۍ غړو څخه په لومړي ځل زده کړه ترلاسه او خبري پر کوي. د ماشوم لپاره د مورنۍ ژبي زده کړه د نوموړي لپاره د پوهي او زده کړې لپاره غوره ور ګڼلای سو‌.
مورنۍ ژبي نړيواله ورځ ولي لمانځل کيږي ؟
د ملګرو ملتونو سازمان د یونیسکو ادارې له لوري د فبروري (21) نيټه د مورنۍ ژبي د ورځي په نوم نومولې ده، چي دا ورځ د (1999) کال راهيسي هر کال په ګڼو هيوادونو کي لمانځل کيږي، چي موخه يې د مورنۍ ژبي ساتنه، پالنه، په مورنۍ ژبي باندي ليک او لوست کېدلو، د ژبو پرمختګ، ژبو ته د تضادونه او سپکاوي څخه مخنيوی او بېلا بیلو ټولنو د فرهنګ ښه وده ده.

افغانستان کي د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ :
زموږ او ستاسو د ګران هيواد افغانستان په خاوره کي ګډ قومونه او ژب ويونکي ژوند کوي او اکثريت وګړي يې په پښتو ژبه خبري کوي. د تيرو دوو لسيزو راهيسي په هيواد کي د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ لمانځل کيږي، په هيواد کي ښوونځیو ته ښوونيز کتابونه په پښتو او دري ژبې ليږل او تدريس يې په يادو ژبو ترسره کيږي. زموږ په هيواد کي هر کال د ژبي نړيوالي ورځي په پار د پوهنتون استادان، علمي بنسټونو او فرهنګي بنسټونو له لوري غونډي دايريږي او د ژبو پر غني والي علمي او فرهنګي بحثونه کيږي.

د مورنۍ ژبي د غني والي او پرمختګ لپاره لاري چاري :
« مورنۍ ژبي ته د ښه پرمختګ، علمي توب، نړيوال توب او غني والي لپاره بنسټيز کارونه کول.
« د مورنۍ ژبې د ښې ودې لپاره په هيواد کي ښوونيز او علمي بنسټونو ملاتړ کول.
« ژبه يوازي ويونکي نه غواړي، بلکي ژبه په هيواد کي رسمي اداري چوکاټ ته داخلول او علمي پالني ته هم اړتيا لري.
« پوهنتون استادان له لوري بايد علمي او څيړنيز کارونه ترسره سي.
« هر ژب ويونکي دي په خپل مسلک کي د خپلې مورنۍ ژبي پر بنسټ علمي کار وکړي.
« نړيوالو سياسي، فرهنګي او علمي تالارونو کي په خپلې مورنۍ ژبي خبري کول کمزورتيا نه بلکي وياړ وگڼل سي.
« فرهنګي برخه کي د روښانه فکر څخه د برخمن څيړونکو، ليکوالانو، ادبپالو او فرهنګپالو ملاتړ ترسره سي.
« د مورنۍ ژبي د عصري توب او نړيوال توب لپاره کړنلارې جوړه او بیا د هغې عمل لپاره جدي ګامونه واخيستل سي.
که چيري هر شخص خپل ځان د خپلې مورنۍ ژبي پر وړاندي مسؤل وګڼي او ټولني ته په خپل کاري مسلک کي علمي، فرهنګي او فکري کار وکړي؛ نو خپلې مورنۍ ژبي د غني والي لپاره به يې خپل مسؤليت ادا کړی وي.


په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه