زرغون ښار نيالګيو کښېنولو په پار عمومي کمپاين ترسره سو!

                                         ۱۴۰۲/۱۲/۰۲ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او د لښکرګاه ښاروالي د ګډو همکاريو پر بنسټ د زرغون ښار نيالګيو کښېنولو عمومي کمپاين ترسره سو!

نن د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او د لښکرګاه ښاروالي ترمنځ د ګډو همکاريو پر بنسټ د يوې غونډي په ترڅ کي عملاً د نيالګيو کښېنولو عمومي کمپاين راپيل او ترسره سو، چي د مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د لښکرګاه ښاروالي د دفتر آمر همايون داوري او د مطبوعاتي چارو مسؤل ښاغلي محمد طاهر آبشار تر څنګ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو، اداري کارونکو او محصلينو ګډون درلود.
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي وويل؛ پاک او زرغون ښار د هيوادوالو د ښې روغتيا، ښه ذهن او د ښار ښکلا لپاره اړين ياد کړ هغه پر محصلينو ږغ وکړ، چي د هيواد ښې سرسبزې لپاره د نيالګيو په کښېنولو سره خپل کلی زرغون او افغانستان سمسور کړی.

د لښکرګاه ښاروالي مطبوعاتي چارو مسؤل ښاغلي محمد طاهر آبشار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري څخه د هيواد ښې سمسورتيا لپاره د نيالګي کښېنولو په کمپاين کي برخي اخيستني څخه مننه وکړه همدارنګه نوموړي د ټولو ښاريانو او علمي بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چي د هيواد ښې سمسورتيا لپاره دې په نيالګي ايښودنې کي برخه واخلي او خپل ټولنيز مسؤليت ادا کړي.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ادارې د خپل علمي رسالت تر څنګ په ټولنه کي د ټولنيز رسالت له مخي وخت پر وخت هم برخه اخلي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه