کارکوونکو ته د اداري ظرفيت لوړوني ورکشاپ دایر سو!

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو ته د ادارې او مديريت اساساتو ظرفيت لوړوني ورکشاپ دایر سو.

دا ورکشاپ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا مديريت په مرسته چمتو سوی و، چي د اداري مرستيال ښاغلي انجنير محمد اسماعيل ظاهر له لوري ټولو اداري کارکوونکو ته وړاندي سو.

پدې ورکشاپ کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، پوهنځيو رئيسانو، اداري آمرينو، مديرانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.

ددې ورکشاپ دایر کېدو څخه موخه د اداري کارکوونکو د ظرفيت لا لوړېدنه او د اداري چارو لا ښې پرمختيا او ستونزو څخه مخنيوی و.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي د خپلو کارکوونکو د ظرفيت لوړوني لپاره لا نور ورکشاپونه داير کړي، ترڅو اداري او تدريسي چاري ښه پر مخ ولاړې سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه