متفرقه کانکور آزموينه واخيستل سوه!

      No Comments on متفرقه کانکور آزموينه واخيستل سوه!

۱۴۰۲/۱۱/۲۰ لمریز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې (۲۶) مه دوره متفرقه کانکور آزموينه واخيستل سوه.

د کانکور ازمويني په پروګرام کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې داُمنا هیئت رئیس ښاغلي قدرت الله یعقوبي د هلمند پوهنتون محترم او درانه هئيت، د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او د آزمويني ګډون کوونکو حضور درلود.

آزموینه د قرانکريم په تلاوت سره پیل او وروسته د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي محمد ولي ولي د کانکور ټولو ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کانکور آزمویني د اصولو او مقرراتو اړوند معلومات وړاندي کړل.

د آزمويني پيلېدا بهير د هلمند پوهنتون څخه د راغلي محترم هئيت، اراکوزيا رهبري او د آزمويني يو تن ګډون کوونکي له لوري پرانيستل سو.

د يادوني وړ ده، چي ددې آزمويني پايلي به سبا شنبه اعلان او درسي بهیر به پیل سي.

په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه