۱۴۰۲/۱۱/۱۳ لمريز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې (۲۶) مه دوره پسرلنۍ عمومي کانکور آزموينه واخيستل سوه.
د کانکور ازمويني په پروګرام کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د هلمند پوهنتون محترم او درانه هئيت، د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او د آزمويني ګډون کوونکو حضور درلود.
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئيس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري د آزمويني ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ويلو تر څنګ د مؤسسې پر علمي فعالیتونو، لاسته راوړنو، د شته غوره علمي خدماتو لپاره د امکاناتو درلودلو تر څنګ هغوی ته د لوړو زده کړو پر ارزښت باندي خبري وکړلې او ټولو ګډون والو ته يې د بري دعا کولو تر څنګ د ښه علمي ځان جوړوني پيغام وړاندي کړ.
د آزمويني پيلېدا بهير د هلمند پوهنتون څخه د راغلي محترم هئيت، اراکوزيا رهبري او د آزمويني يو تن ګډون کوونکي له لوري پرانيستل سو.
د يادوني وړ ده، چي ددې آزمويني پايلې د رواني مياشت پر (۱۷) مه نيټه چي د را رواني سې شنبې ورځي سره سمون خوري؛ اعلان به سي.
په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه