کانکور خبرتيا

      No Comments on کانکور خبرتيا


۱۴۰۲/۱۱/۱۱ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) پسرلني کانکور لپاره چي کومو کسانو نومليکنه کړې وي، په درنښت سره ټولو ته خبر ورکول کيږي، چي په کانکور آزمويني کي د ګډون په موخه د محصلانو چارو مديريت څخه خپل (ID) ای ډي کارتونه سبا پنجشنبې د ورځي سهار (۹) بجې څخه تر ماښام (۶) بجې پوري ترلاسه کړي.

نوټ : عمومي کانکور آزموينه د را رواني جمعې په ورځ د دلو پر (۱۳) مه نيټه باندي په اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه کي اخيستل کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه