محصلينو له لوري تمثيلي محکمه ترسره سوه!

                                            ۱۴۰۲/۱۰/۰۶ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اوم سمسټر محصلينو له لوري تمثيلي محکمه داېره سوه.

ياده تمثيلي محکمه د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقي کلينيک په همکاري چمتو سوې وه، چي د محصلينو له لوري د محکمې داير کېدو ټول ارکان؛ قضايي هئيت، مجلس رئيس، څارنوال، مدافع وکیل، متهم، کرمينل تخنيک ټيم، روغتيايي ټيم، جنايي آمر او د محکمې قضيې ښکېل اړخونو اړوند غړو ګډون پکښي اجرا سو.

پدې تمثيلي محکمې کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله یعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون درلود.

د يادوني وړ ده چي اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو محصلينو لپاره د ښه نظري زده کړو ترڅنګ د غوره عملي زده کړو زمينه هم برابره کړې، ترڅو د محصلينو په علمي ظرفيت لوړ ساتلو کي موثروالی ولري.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه