د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او کندهار پوهنتون ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو!

                                              ۱۴۰۲/۱۰/۰۵ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او کندهار پوهنتون ترمنځ د دوه اړخيزو علمي همکاريو تړون لاسليک سو، چي د تړون پر مهال يې د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، امنا هئيت غړي ښاغلي قدرت الله يعقوبي، د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي اکرم شاه عاصم او د ياد پوهنتون يو شمېر علمي کادرونو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني د کندهار پوهنتون د علمي کهول د هڅو ستاينه وکړه، د نوموړي له لوري د تړون ګډون والو ته د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې پر علمي او اداري فعاليتونو همدارنګه لاسته راوړنو باندي مالومات وړاندي کړل، نوموړي له لوري د کندهار پوهنتون سره پر دوه اړخيزو علمي همکاريو تړون خوښي څرګنده کړه، دا تړون يې د دواړو لوړو زده کړو بنسټونو د محصلينو پر علمي ظرفيت لوړوني غوره ګام ياد کړ.

د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي اکرم شاه عاصم له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس او امنا هئيت ته ښه راغلاست وويل سو، هغه د دوه اړخېزو علمي هوکړه ليکونو پر ارزښت باندي خبري وکړې، د ښاغلي عاصم له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې سره په بېلابېلو علمي برخو کي د ښې همکاري او مرستې ډاډ بیان کړ.

د يادوني وړ ده، چي ددې هوکړه ليک پر بنسټ دواړه علمي بنسټونه د څېړني، نصاب بیا کتني، کيفيت تضمين او اعتبار لوړاوي، علمي کنفرانسونو او يو شمېر نورو برخو کي به دوه اړخيزه همکاري کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه