د کمپيوټر زده کړې خبرتيا!

      No Comments on د کمپيوټر زده کړې خبرتيا!


۱۴۰۲/۰۹/۰۸ لمريز کال

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره غواړي خپلو محصلينو ته د لا ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه د کمپيوټر زده کړې لپاره يو مياشتنی وړيا نوبتي کورس راپيل کړي، چي په ياد کورس کي لاندي پروګرامونه شامل دي :

» Power Point
» Word
» Internet

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ټول هغه محترم محصلان چي غواړي په ياد کورس کي ګډون وکړي؛ د محصلانو چارو مدیریت ته دې د نومليکني لپاره مراجعه وکړي.

» کورس پيلېدو وخت : د قوس مياشتي (۱۸) مه نيټه
» کورس تدريسي وخت : سهار (۱۰ تر ۱۱) او (۱۱ تر ۱۲) بجې

په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه