د محصلينو سره د علمي موادو په موندني او کاروني کي علمي همکاري ترسره سوه!


۱۴۰۲/۰۹/۰۷ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او څيړنيز مرکز له لوري د محصلينو سره د علمي موادو په موندني او کاروني کي علمي همکاري ترسره سوه.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او څيړنيز مرکز له لوري د محصلينو سره د سمينار، څيړني، مونوګراف او علمي مقالې ليکني او د علمي موادو د سرچېنې موندولو او کارولو لپاره وخت پر وخت همکاري کوي، ترڅو محصلان غوره علمي مالومات ترلاسه همدارنګه د هغوی په ظرفيت کي ښه والی راسي.

يادونه : د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او څېړنيز مرکز له لوري د خپلو محصلينو تر څنګ د نورو لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو او د ليکوالانو سره په علمي او څيړنيزو برخو کي د موادو په موندولو او کاروني کي هم علمي همکاري کوي.

په درنښت
اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه