د محمدي ورزشي کلب سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو!


۱۴۰۲/۸/۲۸ لمریز کال

د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې او د محمدي ورزشي کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو، چي له مخي به یې دواړه لوري یو له بل سره په علمي او ورزشي برخو کي همکاري کوي.

ددې تړون د لاسلیک پر مهال د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالمنان سلطاني وویل :
خوښ یم، چي د ښه زده کړه ايز چاپیریال ترڅنګ د خپلو محصلینو لپاره د ورزش په برخه کي هم امکانات برابروم، چي له دې وروسته به زموږ ګران محصلان په خپل اضافه وخت کي له ياد کلب څخه ګټه اخلي.

د ياد تړون د لاسليک پر مهال د محمدي ورزشي کلب مسؤلینو هم خوښي څرګنده ګره او ژمنه یې وکړه، چي تړون به په ښه ډول عملي کوي. د ګډو همکاريو تر تړون لاسليک کولو وروسته د ياد کلب ورزشي غړو له لوري محصلینو ته بیلا بیل ورزشي نمایشونه نندارې ته وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په بیلابیلو برخو کي د خپلو محصلینو د ښه علمي ظرفیت لوړوني تر څنګ د هغوی ښه ټولنيز ژوند کولو په موخه د بېلا بېلو بنسټونو سره د ګډو همکاريو تړونونه لاسلیک کړي.

په درنښت
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه