اراکوزیا دلوړو زده کړو مؤسسې د محصل نړيواله ورځ ولمانځل!

۱۴۰۲/۸/۲۷ لمریز کال

دنومبر ۱۷ مه چي دمحصل دنړیوالي ورځي په نوم نومول سوي هرکال دنړی په بیلا بیلو هیوادونو کي لمانځل کیږي.

په یاده لمانځغونډه کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د اُمناهیئت رئیس قدرت الله یعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، استادانو او محصلينو ګډون کړی وو.

محصلینو ته په خطاب کي دمؤسسې رئیس پوهنيار عبدالمنان سلطاني وویل چي دا هیواد او ولس پر تاسي د خدمت حق لري ځکه تاسي ئې پخپله غېږه کي روزلي یاست.
محصلين باید علم ته په درنه سترګه وګوري او د علم اهمیت درک کړي. تاسي باید له وخت او سته امکاناتو اعظمي ګټه واخلئ ترڅو د راتلونکي رهبران جوړ سئ.

دمحصلینو په نماینده ګی دطب پوهنځی محصل دلاور خان داراکوزیا دلوړو زده کړو مؤسسې له مسئولینو او استادانو مننه وکړه چي له دوی سره زحمت ایستلی او دوی یي تشویق کړي
همدارانګه دلاورخان محصلینو ته په خطاب کي وویل تاسي ددې هیواد علمي پانګه او سرمایه یاست نو کوښښ وکړی،چي پخپل تحصیلي بهیر کي نوښتونه وکړئ او د خپل هیواد نوم روښانه کړی

په ورستیو کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې خپل ممتاز، د کتابتون څخه د کتابونو مطالعې، د عملي کارونو پر وخت اجرا او غوره محصل توب پر بنسټ محصلين وستايل او هغوی ته يې د الله ج له لوري د لا علمي بريا غوښتنه وکړه همدارنګه دوی یې د ښې مطالعې کولو لپاره سپارښتنه وکړه، ترڅو ځان او هيواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

دیادوني وړده چي اراکوزیا دلوړو زده کړو مؤسسې دخپلو محصلینو دلاتشویق او هڅوني په موخه وخت په وخت بیلابیل پروګرامونه جوړوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه