د کمیټو د سمون او معیاري توب اړوند روزنیز ورکشاپ وړاندي سو.

۱۴۰۲/۸/۲۱ لمریز کال

د اراکوزيا دلوړو زده کړو مؤسسې د تضمين کيفيت آمريت له لوري داصلي او فرعي کميټو غړو ته د کمیټو اړوند روزنیز ورکشاپ وړاندي سو!

ياد رونیز ورکشاپ چي د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ چمتو سوی وو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د تضمين کيفيت کميټې د غړي عبدلمالک فیضاني او استاد ښاغلي نذير احمد رښتيني له لوري وړاندي سو.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره د خپلو استادانو د لا ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه وخت پر وخت د علمي او کاري اړتيا په موخه ورکشاپونه وړاندي کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه