د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د محصلينو پايليکونو دفاع پيل سوه!


۱۴۰۲/۰۸/۱۷ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ادارې او ډیپلوماسي څانګي څو تنو محصلينو د خپلو پايليکونو دفاع وکړه.

په ياده دفاع غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي نیاز محمد احساس، د يادې پوهنځی استادانو او محصلينو ګډون کړی و، چي څلور تنو محصلينو په لومړۍ ورځ خپل مونوګرافونه په برياليتوب سره دفاع کړه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه