جدیدالشمول زده کړیالانوته د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کي معلومات ورکړل سول


۱۴۰۰/ ثور/ ۱۲
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې هغو زده کړیالانو ته چي د روان کال پسرلني کانکور له لاري نوي بریالي سوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کي لاندي مالومات د آی ټي برخي مسؤل انجینر فریداغا فاطمي له لوري ورکړل سوه.
۱- د محصلانو اړوند ډيټابيس برخه.
۲- انټرنيټ او د انټرنيټ څخه د کار اخيستلو ميکانيزم.
۳- د ډيجيټل سافټ درسي موادو څخه کار اخيستنه.
۴- د سوپر وای فای په مرسته نمري کتل، په کتابتون کي د کتابونو او مونوګرافونو پلټنه کول.
۵- د کمپیوټر لب څخه د کار اخيستلو ميکانيزم.
۶- د اړتيا پر مهال انلاين زده کړو ته تياری.
۷- په خپلو مبايلونو کي ډیجیټل کتابتون جوړول.
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د سوپر وای فای انټرنیټ اسانتیا هم لري چي محصلین په کمپیوټر لب کي ترې ګټه پورته کولای سي.
په درنښت.
نشراتي کمېټه.