د بهاري کانکور متفرقه ازموینه واخیستل سوه


۱۴۰۰/ ثور/ ۱۰
د راکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د بهاري کانکور متفرقه ازموینه نن جمعه د هلمند پوهنتون د رالیږل سوي هیئت پر وړاندي ترسره سوه.
دې ازمویني کي تر (۵۰) تنو ښځينه او نارینه زده کوونکو چي په درې ګونو پوهنځيو کي یې نوم لیکنه کړې وه ګډون کړی وو.
د ازمویني د سوال پاڼو صندق د هیئتانو ، دپوهنتون د اداري پلاوي او محصلینو پر وړاندي پرانیستل سو.
ګډونوال له ازمویني خوښ وه او ویې ویل چي پوره شفافیت په نظر کي نیول سوی وو.

دا د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې۲۰ مه کانکور ازموینه ده او تر دې مهاله یې په بیلابیلو پوهنځيو کې په سلګونه محصلین فارغ کړي، چي برحاله د خپل هیواد د خدمت ویاړ لري.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.